د ST لوړوالې لرونکې قلبي احتشاء (STEMI) د پیښو تشریحي څیړنه

(د څیړنې ځای او وخت: پکتیا، سیمه ییز روغتون، ۱۴۰۲ – ۱۴۰۳ هـ.ل)

نویسندگان

  • رحیم الله ستانکزی کلینیک ډیپارټمنټ، بایزید روښان د لوړو زده کړو مؤسسه، معالجوی طب پوهنځی،‌ کابل، افغانستان https://orcid.org/0009-0005-9074-8905
  • سیف الله صافی د عصبي جراحۍ ډیپارټمنټ، معالجوی طب پوهنځی، پکتیا پوهنتون، ‌ګردیز، افغانستان https://orcid.org/0009-0005-1266-305X

DOI::

https://doi.org/10.58342/ghalibMj.V.2.I.2.1

کلمات کلیدی:

د ST لوړوالې لرونکې قلبي احتشاء, قلبي بایو مارکر, د مړینې اندازه, د زړه برقي ګراف, ترومبولایزس

چکیده

شالید او موخې: حاد اکلیلي سنډروم (ACS) د نړۍ په کچه د مړینې یو له لویو لاملونو څخه دی. STEMI چې د زړه د شریان د بشپړ بندیدو له امله رامنځته کیږي، عاجل درملنې ته اړتیا لري، لکه فایبرینولایتیک درملنه یا اولیه PCI. چې ژر درملنه یې د پایلو ښه والی او په روغتون کې د (ACS) د ناروغانو د مړینې د کچې کمولو ته لار هواروي

د څیړنې طریقه (میتودولوژي): دا یوه توصیفي څېړنه ده چې د قضیې لړۍ (case series) په بڼه ترسره شوې. د STEMI اته شپیته ۶۸ ناروغان، چې د ۱۴۰۲ هـ.ل کال د جدي له میاشتې څخه د ۱۴۰۳ هـ.ل کال تر جوزا میاشتې پورې د پکتیا سیمه ‌ییز روغتون کې بستر شوي وو، پکې شامل وو. دا مطالعه پروسپیکټیف (مخکینی) وه، او پکې د هدفمندي انتخاب  (purposive sampling)  له لارې ناروغان وټاکل شول.

لاسته راوړنې: د ۶۸ ناروغانو له ډلې، ۶۶٪  نارینه او ۳۴٪  ښځې وې. تر ټولو ډېر اغېزمن عمر ۵۱ - ۶۵ کلن  وو. د وینې لوړ فشار (۳۸٪) او چاغوالی (۳۴٪) تر ټولو عمده خطرناک عوامل ول. ۳۸٪ ناروغانو د وینې لوړ فشار او ۳۲٪ یې مزمنې غیر ساري ناروغۍ درلودې. د جغرافیوي وېش له مخې، ۴۵٪ ناروغان د ګردېز، او ۲۰٪  د زرمت ولسوالۍ ول. د زړه عدم کفایه (۵۴٪) تر ټولو عام اختلاط وو، او په تعقیب یې ۱۰٪  د زړه ضربان ګډوډی، ۱۳٪  ټیټ فشار، او ۱۲٪ یې د ناڅاپي مړینې په پېښو کې ثبت شوې وه.

پایله اخیستنه: STEMI ناروغۍ تر ډېره نارینه اغېزمنوي، چې ۲:۱ نسبت لري. تر ټولو ډېر متضرر عمر ۵۱ - ۶۵ کلن و . د وینې لوړ فشار او چاغوالی یې لوی خطرناک عوامل وو، او مزمنې ناروغۍ تر ټولو عامې هم ‌مهالې ناروغۍ وې. دا موندنې د پکتیا په سیمه کې د د ناروغانو د ښه مدیریت او وقایوي اقداماتو اړتیا په ګوته کوي.

بیوگرافی نویسندگان

رحیم الله ستانکزی ، کلینیک ډیپارټمنټ، بایزید روښان د لوړو زده کړو مؤسسه، معالجوی طب پوهنځی،‌ کابل، افغانستان

کلینیک ډیپارټمنټ، بایزید روښان د لوړو زده کړو مؤسسه، معالجوی طب پوهنځی،‌ کابل، افغانستان

سیف الله صافی، د عصبي جراحۍ ډیپارټمنټ، معالجوی طب پوهنځی، پکتیا پوهنتون، ‌ګردیز، افغانستان

د عصبي جراحۍ ډیپارټمنټ، معالجوی طب پوهنځی، پکتیا پوهنتون، ‌ګردیز، افغانستان

مراجع

Papadakis MA, McPhee SJ, Rabow MW, McQuaid KR, Gandhi M, editors. Current medical diagnosis and treatment. New York: McGraw Hill; 2023. Chapter 10, p. 323–441.

Perpetua EM, Keegan P, et al. Cardiac nursing. 7th ed. USA: Lippincott Williams & Wilkins; 2021.

Loscalzo J, Fauci A, Kasper D, Hauser S, Longo D, Jameson J, et al. Harrison’s principles of internal medicine. 21st ed. New York: McGraw Hill; 2022. Chapter: ST-segment elevation MI, p. 1599–1611.

Braunwald E, Zipes DP, Libby P. Braunwald’s heart disease: a textbook of cardiovascular medicine. 12th ed. Philadelphia: Elsevier; 2022.

Fuster V, Narula J, Vaishnava P, Leon MB, Callans DJ, Rumsfeld JS, Poppas A. Fuster and Hurst's The Heart. 15th ed. USA: McGraw-Hill Companies; 2022. Chapter 18.

Brain PG, Thomas DC, Willis MW. Manual of cardiovascular medicine. 5th ed. USA: Lippincott Williams & Wilkins; 2018.

Ancha S, Auberle C, Cash D, Harsh M, Hickman J, Kounga C. The Washington manual of medical therapeutics. 37th ed. Washington: Williams & Wilkins; 2023. Chapter 4, p. 112–170.

Chrysafides M, Parikh R. Cardiovascular medicine: a comprehensive guide to acute coronary syndrome and interventions. In: Chapter 10. Springer; 2023. p. 123–145.

Kory M, Zahar M. Acute coronary syndrome: a clinical and therapeutic approach. In: Chapter 12. Oxford University Press; 2022. p. 210–225.

Vallabhajosyula S, Kopecky SL. Handbook of cardiovascular medicine: a guide to diagnosis and management. In: Chapter 15. Elsevier; 2023. p. 270–290.

Chowdhury RI, Hossen M. Cardiovascular disease and acute myocardial infarction: clinical perspectives and therapeutic interventions. In: Chapter 8. Wiley; 2022. p. 120–135.

Prevalence of Risk Factors of Acute Coronary Syndrome in Erbil Cardiac Center comparing ST elevation with non ST elevation Acute Coronary Syndrome (https://www.researchgate.net/publication/378952921).

A Study Of Acute St Elevation Myocardial Infarction Stemi In Elderly Patients In A Tertiary Care Institute In South India (https://www.researchgate.net/publication/329799744).

Prevalence and Risk Factors of In Hospital Mortality of ST Elevation Myocardial Infarction STEMI Patients in Bekasi Regency General Hospital in 2021 (https://www.researchgate.net/publication/374407002).

##submission.downloads##

چاپ شده

2025-09-22

ارجاع به مقاله